د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير مرستیال احمد الله زاهد، د اروپایي اتحادیې د هیوادونو د شارژدافیر، رونیکا بوسکوویچ-پوهار سره په یوه غونډه کې، د نړیوال سوداګرۍ سازمان (WTO) کې د افغانستان د غړیتوب بیا ژوندي کولو اړتیا باندې ټینګار وکړ.
دا غونډه د سوداګریزو همکاریو د پراخولو او نړیوالو بازارونو ته د افغان صادراتي توکو د لاسرسي د اسانتیا په هدف ترسره شوه.
دواړو خواوو د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او نړیوالو سازمانونو ترمنځ د دوامداره اړیکو د رامینځته کولو په اړه هم بحث وکړ.