د طالبانو مشر یو حکم صادر کړ چې “غیرقانوني” دودونه او کړنې په ګوته کړي

رهبر طالبان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د دې ډلې د اقتصادي کمیسیون په ځانګړې غونډه کې امر کړی دی چي هغه دودونه او رواجونه چې د اسلامي شريعت له مخې “ناقانونه” ګڼل کېږي، بايد په ټول افغانستان کې وپېژندل شي. د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر نن (سه شنبه د قوس ۲۷مه) د دې ناستې جزیات خپاره کړل. د دې کړنې موخه د هغو دودونو او رواجونو مخه نیول دي چې د طالبانو د اعلامیې له مخې “د اسلامي شریعت خلاف دي او د خلکو لپاره د زیاتو لګښتونو او سختیو لامل کیږي.” د طالبانو مشر ټینګار کړی چې دغه کمېټه دې د دغه ډول کړنو د مخنیوي لپاره لارې چارې چمتو کړي او خپل راپور دې ورته وړاندې کړي.

بیشتر بخوانید:  په باميانو کې د ترافيکي پېښې له کبله ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه