د طالبانو مشر په افغانستان کې د انټرنېټ د محدودیت غوښتنه کړې

طالبانو د مزارشریف ښار کې د وای‌فای انټرنېټ او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د فایبر نوري خدمتونه پرې کړي دي.
رهبر طالبان خواستار محدودسازی اینترنت در افغانستان شد

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، سیمه‌ییزو سرچینو او د مخابراتي خدمتونو شرکتونو تایید کړې چې طالبانو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د وای‌فای انټرنېټ ته بشپړ لاسرسی بند کړی دی. همدارنګه، د هېواد په نورو برخو کې لکه کابل، هرات او کندهار کې د فایبر نوري خدمتونو د پرې کېدو او جدي ستونزو راپورونه خپاره سوي دي.

د مزارشریف د اوسېدونکو په وینا، دا محدودیت د دوشنبې په ورځ (سنبلې۲۶مه) ناڅاپه لګول سوی او ټول هغه شرکتونه چې د کیبلي انټرنېټ خدمتونه وړاندې کوي، په ګډون د افغان ټلکام، خپلې چارې درولې دي.

د مخابراتي شرکتونو مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دا اقدام د طالبانو د حکومتي چارواکو په دستور ترسره سوی، خو د دلیل په اړه یې جزئیات نه دي ورکړل سوي.

په ورته وخت کې، د موبایل انټرنېټ خدمتونه لا هم فعال دي، خو کاروونکي وایي سرعت یې خورا ټیټ دی او د ورځنیو اړتیاوو ځواب نه سي ویلای.

کارپوهان او د ډیجیټل حقونو فعالان دا اقدام د افغانستان په کچه د ازاد انټرنېټ د لاسرسي د محدودولو د زیاتېدونکي بهیر یوه برخه بولي. د دوی په باور، طالبان هڅه کوي چې د مجازي فضا او عامه معلوماتو پر جریان لا جدي کنټرول ټینګ کړي؛ هغه اقدام چې د خپلواکو خبرونو او ازادې اړیکې پر لاسرسي سخته اغېزه کولی سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه