د طالبانو مشر د راستانه سوو کډوالو سره د مرستي امر صادر کړ

د طالبانو مشر د کډوالو ستونزو ته د رسیدو عالي کمېسیون ته امر کړې چې د ګاونډیو هېوادونو څخه ایستل سوو کورنیو ته غنم، نغدې پیسې او ځمکي ووېشل سي.
د طالبانو مشر د راستانه سوو کډوالو سره د مرستي امر صادر کړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو مشر هبت‌الله آخوندزاده د کډوالو ستونزو ته د رسیدو عالي کمېسیون ته امر کړی دی چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زېرمو څخه هغو کډوالو کورنیو ته چې د ګاونډیو هېوادونو څخه ایستل سوي او افغانستان ته راستني سوي دي، غنم او نغدې پیسې ووېشل سي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د یکشنبې په ورځ، د جدی میاشتې په ۷مه نیټه ، په خپره کړې اعلامیه کي ویلي دي چې دا امر څو ورځې مخکي په کندهار کي د طالبانو د مشر او د کمېسیون د غړو او مسؤلینو په ګډه غونډه کي صادر سوی دی.

د طالبانو مشر همدارنګه د سري میاشتې او د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارو ته امر کړی دی چې د روان کال د ژمي لپاره د مرستي بستې چمتو او د راستانه سوو کډوالو په منځ کي ووېشل سي.

سربېره پر دې، هبت‌الله آخوندزاده د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمېسیون ته امر کړې چې د ښارګوټو او سرپناه ځایونو د جوړولو او د ایستل سوو کډوالو کورنیو ته د ځمکي د وېش لړۍ ګړندۍ کړي، څو ټولې راستنې سوې کورنۍ په چټک او منظم ډول د ځمکي او سرپناه څخه برخمنې سي.

دا اقدام په داسي حال کي ترسره کېږي چې د تېرو کلونو په اوږدو کي د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري راستنیدو لړۍ زیاته سوې ده، او د راستانه سوو کډوالو ګڼ شمېر کورنۍ د ژوند د اړتیاوو او د اوسېدو د ځای د برابرولو لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x