د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، باوري سرچینو له کندهاره رسنیو ته ویلي چې هبتالله اخندزاده، د طالبانو مشر، ددې ډلې یو شمېر لوړپوړي چارواکي، په ځانګړي ډول والیان او ولسوالان، د بګرام د هوایي اډې د برخلیک په اړه د سلا مشورې لپاره کندهار ته وربللي دي. یاده ناسته د شنبې په سهار، د میزان په ۱۲مه، په کندهار کې پیل سوې او ویل کېږي چې درې ورځې به دوام ولري. باخبره سرچینو زیاته کړې چې د بګرام تر موضوع پرته، نور مهم مسایل هم د دې ناستې د اجنډا برخې دي. د سرچینو په وینا، د طالبانو مشر به په دې ناسته کې خپلو چارواکو ته د اطلاعرسونې، اداري نظم او د حکومتولۍ د جوړښت د اصلاح په اړه سپارښتنې وکړي. همدارنګه تمه ده چې هبتالله اخندزاده په دې ناسته کې هغو قومندانانو او سیمهییزو مسئولینو د لرې کولو لارښوونه هم وکړي چې دده له امرونو څخه یې کافي اطاعت نهدی کړی. تراوسه طالبانو د دې ناستې د محتوا په اړه رسمي څرګندونې نهدي کړې، او د دې ډلې اړوند رسنیو هم تراوسه رسمي جزئیات نهدي خپاره کړي.
- په کندهار کې د بګرام په اړه سلا مشورې
سرچینې له کندهاره راپور ورکوي چې هبتالله اخندزاده، د والیانو او ولسوالانو په ګډون د بګرام هوایي اډې او د طالبانو د کورنیو مسایلو د ارزونې لپاره درې ورځنۍ ناسته جوړه کړې ده.

- 48
- کې خپور شو 1:31 ب.ظ
- د خبر شمیره 152016
- October 7, 2025
- کې خپور شو 1:31 ب.ظ
- د خبر شمیره 152016
- October 7, 2025
- آخرین بروزرسانی 13:31 - October 7, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=152016
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



