د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د دغې ډلې له مشر اخندزاده سره د افغانستان د خصوصي سکتور د ستونزو په اړه خبرې وکړې. د طالبانو مشر په دې کتنه کې وویل چې طالبان د خصوصي سکټور لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په لټه کې دي څو دغه سکتور د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې خپل رول ولوبوي. هغه دا هم وویل چې د خصوصي سکټور په پیاوړتیا سره به افغانستان سوکاله شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6469
۱ کال پیش
شماره خبر 6469
منتشر شده در ۱۳:۵۶ - میزان ۲۵, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email