د معمار پرس د خبر له مخې: په هرات کې د طالبانو د حکومت والي ویاند نثار احمد الیاس پرون (شنبه د جوزا ۱۲مه) په یوه ویډیويي ټیپ کې وویل چې د دغې ډلې د امنیتي ځواکونو له خوا د خلکو د امنیت د ګډوډولو یوه ډله چې د شیعه ګانو او هزاره ګانو پر ضد یې په بریدونو کې لاس درلود نیولی دی. د هغه په وينا، دغې ډلې په تېرو ٨ مياشتو کې په دغه ولايت کې د شيعه ګانو پر ضد څو وژونکي بريدونه کړي دي. په هرات کې د طالبانو د والي وياند هم وايي چې له دغو کسانو څخه د ځانمرګو واسکټونه او يو شمېر وسلې هم ترلاسه شوي دي. دغه سيمه ييز طالب چارواکي د نيول شويو کسانو د هويت په اړه نور جزئيات ورنه کړل.

- 33
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8889
- کې خپور شو 3:42 ب.ظ
- د خبر شمیره 8889
- June 2, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8889
- کې خپور شو 3:42 ب.ظ
- د خبر شمیره 8889
- June 2, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:42 - June 2, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



