د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په تېرو دوو اونیو کې په یو شمېر ولایتونو کې له کابل څخه خپلو اصلي ځایونو ته د څه باندې زرو راستنیدونکو د لېږد خبر ورکوي. سرچينې زياته کړه، چې په تېرو دوو اوونيو کې د دغه وزارت د ګمارل شوې کمېټې له خوا له کابل څخه یو زر او ٤٨ راستانه شوي کسان کندوز، تخار، بلخ، پکتيا او غزني ولايتونو ته لېږدول شوي دي. د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، چې د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه خپلو اصلي ځایونو ته د کډوالو د لېږد لړۍ دوام لري. د يادونې وړ ده، چې په تېر يوه کال کې له بهر څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهير په خپله خوښه او جبري توګه زيات شوى دى.

- 49
- کې خپور شو 4:02 ب.ظ
- د خبر شمیره 8732
- May 21, 2024
- کې خپور شو 4:02 ب.ظ
- د خبر شمیره 8732
- May 21, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 16:02 - May 21, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8732
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


طالبان: افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.
11 ساعتونه پیش


افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لپاره بشري مرستې ناکافي دي
12 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments