د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي چی په هیواد کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره یو امنیتي واحد جوړ کړی دی. دا خبره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم الله حبیب رسنیو ته وکړه چی دا ځواکونه د ځنګلونو د وهلو، د طبی درملو د قاچاق او د وحشي ځناورو د ښکار د مخنیوي لپاره دنده لري. تر دې مخکې د طالبانو سرپرست حکومت د ځنګلونو پر پرې کولو او د لرګیو پر قاچاق له هېواده بهر ته بندیز اعلان کړی و. د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کلونو کې د چاپېريال ساتنې د فعالانو له خوا د ونو د پرې کولو او بهر ته د قاچاق په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8756
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8756
منتشر شده در ۱۳:۰۲ - جوزا ۵, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email