د طالبانو له خوا د بې اسنادو موټرونو د ثبت بهیر غځول

د طالبانو له خوا د بې اسنادو موټرونو د ثبت بهیر غځول

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو د سرپرست حکومت د مالیې وزارت اعلان کړه چی د ۱۴۰۳ تر پایه پورې د غیر مستند موټرو (یو کیلي) د ثبت پروسه وغځوله. دغه وزارت اعلان کړی، چې دا پرېکړه د کابینې د پرېکړې او د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په حکم شوې ده. د مالیې وزارت د اعلامیې له مخې، د کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندز، خوست او پکتیا ولایتونو په ګمرکونو کې بې اسنادو موټرو ته قانوني اسناد وېشل کېږي. د مالیې وزارت د بې اسنادو موټرونو له خاوندانو وغوښتل چې د خپلو موټرو د ثبت بهیر پیل کړي او ټینګار یې وکړ چې د دغو کسانو لپاره یو ښه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.

بیشتر بخوانید:  د ملي مقاومت جبهې پلاوی له احمد مسعود پرته سفر امریکا ته
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x