د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د چهارشنبې په شپه د اسد ۲۶ مه په ټویټر کې لیکلي: په بهر کې د مېشتو افغانانو اقتصادي ستونزو ته په پام د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو په وړاندیز او د دې ډلې د لومړي وزیر د حکم له مخې د پنځه کلن او لس کلن پاسپورټ د ورکړې لګښت کم شوی دی چی په ترتیب سره $۱۲۰ او $۲۲۰ ته، او د نوي کولو سټیکر لګښت $ ۲۰ ته راټیټ شوی دی. دا حکم د اسد له ۲۷مې څخه په بهر کې د طالبانو په سفارتونو کې د تطبیق وړ دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5773
۱ کال پیش
شماره خبر 5773
منتشر شده در ۱۳:۰۵ - اسد ۲۶, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email