د معمار پرس د خبر له مخې، طالبان په پنجشیر کې د کانونو او پټرولیم ریاست په دغه ولایت کې د کانونو د استخراج بهیر په شفاف او قانوني ډول د ترسره کیدو خبر ورکوي. ښاغلي امیري ټینګار وکړ چې په پنجشیر کې د کانونو د استخراج له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې شپیته زره قیراط زمرد په ملي او نړیوالو سوداګرو د ۴ میلیونو ډالرو په ارزښت پلورل شوي او لس سلنه عواید یې د طالبانو خزانې ته جمع شوي دي. په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رييس وايي چې له ٥٥٠ کانونو څخه د زمرد او ياقوت د استخراج پروسه په قانوني ډول دوام لري او څه باندې ١٢ زره سيمه ييز کارګران په کې بوخت دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9351
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9351
منتشر شده در ۱۲:۲۲ - سرطان ۱۷, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email