د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبان نن چهارشنبه (د ثور ۱۲مه) اعلان وکړ چی د طالبانو د سياسي کميسون غونډه چې د صدراعظم د دفتر د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ جوړه شوې وه، په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان مهاجرينو د ستونزو د څيړنې او د دغو ستونزو د حل لپاره لازمې لارې چارې وړاندې شوې. په دې کتنه کې چې د کابل په سپېدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو او په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري پر لارو چارو خبرې وشوې. د طالبانو د سیاسي کمیسیون غړو بهرنیو هیوادونو ته د دې ډلې د چارواکو د وروستیو سفرونو او کابل ته د بهرنیو چارواکو د سفرونو په اړه هم نظرونه تبادله کړل چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف جوړ شوي وو.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8444
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 8444
منتشر شده در ۱۵:۵۱ - ثور ۱۲, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email