د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو په اعلامیه کې ویلي چی د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لغمان ولایت له قومي مشرانو، علماوو او سیمه ییزو چارواکو سره وکتل. مولوي عبدالکبير وويل: هغه څوک چې له عمومي عفوې څخه کار اخلي زموږ افغان ورور دى، نه يې اخطار ورکوو او نه يې د زيان رسولو اراده لرو. هغه وویل چې د دې ډلې امارت د سیمې او نړۍ امنیت غواړي او د افغانستان د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي. هغه ادعا وکړه، چې دغه ډله لکه څنګه چې په سياسي ډګر کې ځلېږي، په اقتصادي ډګر کې هم ځلېږي او ژمنه يې وکړه، چې د لغمان په انکشافي چارو رياست کې به ورته پروژې پلې کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7807
۹ میاشتی پیش
شماره خبر 7807
منتشر شده در ۱۳:۴۲ - دلو ۲۶, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email