د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دوشنبې په ورځ د دلو په ۲مه په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفارت له شارژدافیر رافیلا ایودیس سره وکتل او ویې ویل چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده. په دې کتنه کې مېرمن رافیلا ایودیس د افغانستان ځینو ولایتونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دغه هېواد د خلکو وضعیت یې له نږدې لیدلی ده. نوموړي له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو د دوام اعلان هم وکړ او ويې ويل، چې اوس بشري مرستې اړمنو کورنيو ته رسېږي او د فساد هېڅ اندېښنه نشته.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7580
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7580
منتشر شده در ۱۵:۰۵ - دلو ۲, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email