د طالبانو سفیر په ایران کې د الکترونیکي تذکرو د ویش د مرکزونو د جوړولو غوښتنه وکړه

د طالبانو سفیر په ایران کې د الکترونیکي تذکرو د ویش د مرکزونو د جوړولو غوښتنه وکړه

د معمار پرس د خبر له مخې، په ایران کې د طالبانو د حکومت سفیر فضل محمد حقاني د دغې ډلې د احصایې او اطلاعاتو د څانګې له مرستیال سره په کتنه کې په ​​ایران کې د افغان مهاجرینو لپاره د الکترونیکي تذکرو د ویش د مرکزونو د جوړولو او د هغوی د هویت د تثبیت په بهیر کې د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه. د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو د ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دې ډلې د حکومت سفیر د مهاجرینو د هویت د ثبت د پروسې په ښه کولو، د هویت د ستونزو په حل او په ایران کې د افغان محصلینو په تېره بیا د تابعیت د تذکرو د وېش په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د طالبانو د احصايې رياست د نفوسو د ثبت مرستيال هم ژمنه وکړه، چې په ايران کې به د تذکرو د وېش او د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي. د طالبانو د حکومت د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، هېوادوالو ته په هېواد کې دننه او بهر د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

بیشتر بخوانید:  د مصر ولسمشر د سینا دښتې ته د فلسطینیانو د ځای پر ځای کولو له پلان سره مخالفت
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه