د طالبانو د کډوالو چارو وزیر: د کډوالو سره د اختر خوښۍ شریکې کړئ

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر: د کډوالو سره د اختر خوښۍ شریکې کړئ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ عبدالکبیر نن، د شنبې په ورځ، د جوزا په ۱۷مه، د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ کې په یوه مراسمو کې ټینګار وکړ چې د دې ډلې حکومت د راستنیدونکو کډوالو هرکلی ته بشپړ چمتو دی.

هغه زیاته کړه چې د کډوالو راستنیدنه ښه تنظیم شوې او اړینه همغږي ترسره شوې ده.

د کډوالو چارو وزیر همدارنګه له کوربه هیوادونو وغوښتل چې له افغان کډوالو سره په صبر او زغم چلند وکړي. هغه د کډوالو حقونو ته د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه