د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په تېرو نهو میاشتو کې هېواد ته د څه باندې یو میلیون کډوالو د راستنېدو اعلان وکړ

وزارت مهاجرین طالبان از بازگشت بیش از یک میلیون مهاجر به کشور در ۹ ماه گذشته خبر داد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو نهو میاشتو کې له یو میلیون ډېر افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چي د روان کال له حمل څخه تر قوس پورې موده کې تر یو میلیون ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. هغه زیاته کړه: “له دې شمېر څخه څه باندې ۹۰ زره کسان له پاکستان، څه باندې ۱۷ زره له ترکیې او پاتې نور له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.”

بیشتر بخوانید:  ذبیح الله مجاهد: د رسنیو د نوي قانون طرحه بشپړه شوې او هیڅ جنسیتی توپیر نه لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه