د طالبانو د کډوالو چارو وزارت هېواد ته د ۹۷۰ زره کډوالو د راستنېدو اعلان وکړ

وزارت مهاجرین طالبان از بازگشت ۹۷۰ هزار مهاجر به کشور خبر داد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل: “په تیرو اتو میاشتو کې شاوخوا ۹۷۰,۰۰۰ افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي. له دې جملې څخه څه باندې سل زره کسان له پاکستان، پنځه زره له ترکیې او پاتې نور له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.» هغه زياته کړه، چې د کډوالو د بېرته راستنېدو او د هغوى د ژوند د لومړنيو اسانتياوو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي. دا احصایه په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې ډېری افغان کډوال په کوربه هېوادونو کې د استوګنې د ستونزو او د کار د خوندیتوب د نشتوالي له امله بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي. په هرصورت، د مهاجرینو په پراخه کچه بیرته راستنیدو په افغانستان کې ډیرې ستونزې رامینځته کړې.

بیشتر بخوانید:  د افغانانو او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو اعتراضونه: د هزاره ګانو د نسل وژنې مخه دې ونیول شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه