د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د پکتیا ولایت له قومي مشرانو سره په کتنه کې د دې سیمې د خلکو د ستونزو په حل او د بېلابېلو قومونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. په دې کتنه کې د شواک ولسوالۍ قومي مشرانو د مهاجرينو د ستونزو د حل په برخه کې د مهاجرينو د وزارت د هلوځلو قدرداني وکړه او د دغې ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته يې د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه. د کډوالو چارو وزارت سرپرست هم د قومي مشرانو د نظریاتو او وړاندیزونو په اورېدو سره د خلکو د ستونزو د حل او د کډوالو د وضعیت د ښه والي په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ. دغه ناسته د حکومت او خلکو ترمنځ د مثبت تعامل او په سیمه ییزه کچه د ستونزو د حل لپاره هڅې ښیي.

- 67
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10592
- کې خپور شو 2:35 ب.ظ
- د خبر شمیره 10592
- September 24, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10592
- کې خپور شو 2:35 ب.ظ
- د خبر شمیره 10592
- September 24, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:35 - September 24, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



