د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له استازي سره په کتنه کې: نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره تلپاتې اړیکې ولري

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري آژانس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر “یوناما” له مرستیال مارکوس پوتزل او ورسره ملګري پلاوي سره کتلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې پوتزل د کابل په خيرخانې سيمه کې د وروستۍ چاودنې له امله خواشيني څرګنده کړه او د کورنيو چارو له وزير سره يې خواخوږي څرګنده کړه.

سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو د کورنيو چارو وزير په هېواد کې د بشري مرستو په برخه کې د يوناما د رول او هڅو ستاينه وکړه.

هغه زیاته کړه، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره تلپاتې اړیکې ولري او د بشري، اقتصادي او امنیتي ننګونو د حل لپاره باید د غلط فهمۍ پر ځای تفاهم وي.

بیشتر بخوانید:  طالبانو په کابل کې د سرینا پنځه ستوریز هوټل مدیریت په خپل لاس کې واخیست
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x