د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه (د اسد ۸مه) یوه اعلامیه خپره کړه چی د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د سږني کال د کانکور ازموینې له مخکښو محصلینو سره په کتنه کې وویل چې د دیني او عصري علومو تر منځ واټن پیدا کول د اشغال له دسیسو او موخو څخه دي. د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي حقاني د عصري او دیني علومو تر منځ د واټن رامنځته کول د اشغال یو له دسیسو او موخو څخه وبلل او زیاته یې کړه چې د دې دسیسې د له منځه وړلو لپاره ګډ او ټولیز کار ته اړتیا ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د سږني کال د کانکور ازموینې له مخکښو محصلینو وغوښتل چې په کلکه له ملي او اسلامي ارزښتونو دفاع وکړي او په اختلافي مسایلو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

- 47
- کې خپور شو 2:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 9752
- July 30, 2024
- کې خپور شو 2:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 9752
- July 30, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 14:21 - July 30, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9752
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

له سیمې څخه د ۷۴۵ افغان کډوالو کورنیو بېرته ستنېدل
11 ساعتونه پیش


تاجیکستان له طالبانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه
11 ساعتونه پیش

0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments