د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د ناامنۍ راپور بې‌بنسټه وباله

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې نړیوالې ادارې تازه راپور چې افغانستان یې ناامن هېواد بللی، رد کړی او ټینګار یې کړی چې په ټول هېواد کې سراسری امنیت تأمین دی او دا ډول راپورونه د ناسمو معلوماتو پر بنسټ چمتو کېږي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د ناامنۍ راپور بې‌بنسټه وباله

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې نړیوالې ادارې تازه راپور رد کړی او ویلي یې دي چې د هېواد امنیتي وضعیت باثباته دی او دا ډول راپورونه د افغانستان د میداني واقعیتونو انعکاس نه کوي.

عبدالمتین قانع، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، د هغه راپور په غبرګون کې چې د «اقتصاد او سولې نړیوال انسټیټیوټ» له لوري خپور سوی او افغانستان یې د نړۍ د ناامنه هېوادونو په ډله کې راوستی، دا راپور غیرواقعي او بې‌اعتباره وباله.

د قانع په وینا، د افغانستان اوسنی وضعیت د سراسري امنیت د تأمین او د عمومي شرایطو د ښه‌والي څرګندونه کوي. هغه وویل: «په ټول هېواد کې امنیت تأمین دی او همدې ثبات د ټولنیزو، اقتصادي، بنسټیزو او عامه خدمتونو په برخو کې د پرمختګ او پراختیا زمینه برابره کړې ده.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې دا ډول راپورونه ډېر ځله د زړو معلوماتو، غیر باوري سرچینو او له میداني واقعیتونو لېرې تحلیلونو پر بنسټ چمتو کېږي او د هېواد د امنیتي وضعیت ناسمه انځور وړاندې کوي.

په دوام کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د هېوادوالو د امنیت تأمین د دې وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی او ورسره د سیلانیانو او بهرنیو مېلمنو امنیت هم په لازم او اغېزمن ډول تضمین سوی دی.

عبدالمتین قانع له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د امنیتي راپورونو تر خپرولو وړاندې، د افغانستان اوسنی وضعیت د باوري سرچینو او میداني ارزونو له لارې وارزوي، څو د موجودو شرایطو دقیق انځور عمومی افکارو ته وړاندې سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x