د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په سویل کې د ۲۰۰ جریبه اپینو د کښت د له منځه وړلو اعلان وکړ

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په سویل کې د ۲۰۰ جریبه اپینو د کښت د له منځه وړلو اعلان وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه ​​صفر ته رسېدلې ده، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د هلمند په ګډون په یو شمېر جنوبي ولایتونو کې د څه باندې ۲۰۰ جریبه کوکنارو د کښت د له منځه وړلو خبر ورکړی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د هلمند، ارزګان، کندهار، فراه او ننګرهار ولایتونو په مربوطاتو کې د طالبانو د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کوکنارو د کښتونو د لمنځه وړلو په موخه یو شمېر عملیات ترسره کړی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دوام ویلي چې یوازې په مرکز او د هلمند ولایت په باباجي، باغران، واشیر، کجکي او موسی قلعه ولسوالیو کې یې ۱۵۰ جریبه د کوکنارو کښت له منځه وړی دی. ويل کيږي چې په افغانستان کې تر ټولو زيات ترياک او نشه يي توکي د هلمند په ګډون د هېواد په جنوب کې توليديږي.

بیشتر بخوانید:  عطا محمد نور: د افغانستان د ستونزې په حل کې د سعودي عربستان رول ډېر مهم دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x