د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن دوشنبه د حوت ۲۱مه اعلان وکړ چی د اسيا د اولمپيک لوبو هر مډال ګټونکي ته يو موټر ورکړل شو. دا خبره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند کړې ده چی د افغانستان د المپيک او سپورت ملي رياست د دغه ګروپ د لومړي وزير د دفتر په مالي مرسته د اسيايي المپيک د ۱۹م پړاو د مډال ګټونکو هر لوبغاړي ته د يو موټر په مرسته ډالۍ کړه. د اسيايي المپيک د ۱۹مې دورې سيالۍ د چين د هنګژو ښار په کوربه توب ترسره شوې او افغان لوبغاړو د کرېکټ، ووشو، تکواندو او جمناسټیک په برخه کې پنځه د برونزو مډالونه وګټل.

- 41
- کې خپور شو 12:13 ب.ظ
- د خبر شمیره 7959
- March 12, 2024
- کې خپور شو 12:13 ب.ظ
- د خبر شمیره 7959
- March 12, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 12:13 - March 12, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7959
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

پر افغانستان د شوروي یرغل؛ «ویاړلی ماموریت» که د ورانۍ پیل؟
12 ساعتونه پیش


پاکستان: طالبان باید د سولې یا انزوا لار وټاکي!
12 ساعتونه پیش

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبان «بېمغزه» وبلل
13 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments