د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پرون (د اسد ۲مه) پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې ادعا وکړه چې دغې ډلې په ټول افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي. د دغه سفر په ترڅ کې ملا خيرخواه وويل: د هېواد په ټولو سياحتي، تاريخي او تفريحي سيمو کې د سيلانيانو لپاره اسانتياوې رامنځته شوې دي. نوموړي دغه راز د پکتيا ولايت د اريوب ځاځيو ولسوالۍ په سپين شګي سيمه کې سيلانيانو ته د لا زياتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د هڅو خبر ورکړ. په افغانستان کې د ګرځندوی د پراختیا په اړه د طالبانو ادعا په داسې حال کې راپورته کېږي چې دغه هېواد په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

- 40
- کې خپور شو 3:12 ب.ظ
- د خبر شمیره 9201
- June 23, 2024
- کې خپور شو 3:12 ب.ظ
- د خبر شمیره 9201
- June 23, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 15:12 - June 23, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9201
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



