د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کرنې وزیر په دې غونډه کې د عضوي محصولاتو د تولید په برخه کې د افغانستان پر لوړ ظرفیت ټینګار وکړ.
هغه د اوبو د مدیریت او د کرنیزو پروژو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغان محصولاتو لوړ کیفیت ته په اشارې سره، عمري د نورو کانالونو او بندونو د جوړولو اړتیا په اړه خبرې وکړې.
هغه د نړیوالو بازارونو ته د دې محصولاتو د صادراتو د اسانتیا لپاره هم غوښتنه وکړه.