د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ملا هدایتالله بدري، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر، یکشنبه (د میزان ۶مه) د افغانستان د صنعت او کانونو د خونې د مشرتابه پلاوي د معرفي کولو په مراسمو کې د کورنیو تولیداتو د کیفیت د لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه له صنعتکارانو وغوښتل چې د تولید په ټولو پړاوونو کې منل سوي معیارونه او نړیوال سټنډرډونه په پام کې ونیسي. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د سوداګرۍ او صنعت ترمنځ د توازن رامنځته کول ضروري وبلل او څرګنده یې کړه: «د کانونو او پټرولیم وزارت ژمن دی چې د سوداګرو او صنعتکارانو د اقتصادي فعالیتونو د اسانتیا لپاره عملي او اغېزمن اقدامات ترسره کړي.» د طالبانو د کانونو وزیر له خصوصي سکتور سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او هیله یې وښوده چې د دغو همکاریو دوام به د اقتصادي ودې، د کورني تولید د پیاوړتیا او د هېواد د ځانبسیا پر لور د حرکت زمینه برابره کړي.
- د سوداګرو او صنعتکارانو د اقتصادي فعالیتونو اسانتیا
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر اعلان وکړ چې دغه وزارت ژمن دی د سوداګرو او صنعتکارانو اقتصادي فعالیتونه د عملي او اغېزمنو اقداماتو له لارې اسانه کړي.

- 104
- کې خپور شو 3:53 ب.ظ
- د خبر شمیره 150826
- September 29, 2025
- کې خپور شو 3:53 ب.ظ
- د خبر شمیره 150826
- September 29, 2025
- تازه تازه 15:53 - September 29, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150826
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



