د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر قطر ته تللی. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر پرون (دوشنبه د جوزا ۷مه) قطر ته ولاړ. د معمار پرس د خبر له مخې: د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري د قطر د حکومت په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر کړی دی. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلی عمري به د دغه سفر په ترڅ کې هغه هېواد ته د افغان کارګرانو د قانوني استولو په اړه له قطري چارواکو سره خبرې وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8807
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8807
منتشر شده در ۱۳:۰۱ - جوزا ۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email