د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده شپږ لوړ پوړي طالب چارواکي په نویو حکومتي پوستونو ګمارلي دي. د دغو بدلونونو پر بنسټ، د تخار ولایت لپاره د طالبانو پخوانی والي عبیدالله امین زاده د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال وزیر په توګه ټاکل شوی دی. همدارنګه، ضیاء الرحمن اریوبي، چې پخوا یې د کانونو او پټرولیم وزارت کې د پلان او پالیسۍ مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، اوس د لوړو زده کړو وزارت کې د ساینس مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

- 39
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=120268
- کې خپور شو 12:44 ب.ظ
- د خبر شمیره 120268
- February 12, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=120268
- کې خپور شو 12:44 ب.ظ
- د خبر شمیره 120268
- February 12, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 20:45 - February 12, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



