د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق نن (یکشنبه، د ثور ۹مه) اعلان وکړ چې د ثور له شپږمې نېټې راهيسې په کندهار، نورستان، بادغيس، غور، ننګرهار، ميدان وردګو، هرات، سمنګان، پنجشېر، لغمان، کونړ، بغلان، کندوز، سرپل او پروان ولايتونو کې اورښتونو او سيلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. د هغه په وينا، په يادو ولايتونو کې ١٤٠ د استوګنې کورونه په بشپړه او جزوي توګه ويجاړ شوي دي. دغه راز سيلابونو شل جريبه کرنيزه ځمکه او شل کيلومتره سړک هم ويجاړ کړى دى. افغانستان له کلونو وچکالۍ وروسته سږ کال د سختو بارانونو شاهد و.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8398
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 8398
منتشر شده در ۱۹:۱۳ - ثور ۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email