د طالبانو د پوځ لوی درستیز: د پنجشیر ټوله سیمه زموږ په واک کې ده

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ قاري فصيح الدين وويل، چې د ملي مقاومت جبهې په تېر يوه کال کې څه نه دي ترلاسه کړي او د يوه کلي په نيولو هم نه دي توانېدلي.

هغه زیاته کړه چې د مقاومت جبهې فعالیت په هغه کچه نه دی چې دا جبهه یې اعلانوي.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي د یکشنبې په ورځ د دې ډلې د ملي دفاع وزارت د یو کلن فعالیت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، که څه هم پخوا په پسرلي کې د کورنیو جګړو او د مقاومت د پیل په اړه ویل کېدل، خو په تېر يو کال کې وليدل شول چې دغه جبهه په پنجشېر او نورو ځايونو کې يو کلي هم ونه‌‌توانېد چی وینسي.

د هغه په ​​وينا، طالبان د پنجشېر پر ټولو سيمو واکمن دي.

په داسې حال کې چې طالبانو تل په پنجشېر کې د مقاومت جبهې فعاليتونه رد کړي، خو دغه طالب چارواکي وايي چې د دغې جبهې شتون هغومره نه دى چې دغه جبهه يې ادعا کوي.

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه په پنجشیر او بغلان ولایتونو کې له طالبانو په مقابل مقاومت کوي.

دې جبهې په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په یوه ورځ کې یې ۸۹ طالبان وژلي او ۴۰ نور یې نیولي دي.

بیشتر بخوانید:  د ارزو تلویزیون کارکوونکي په موقتي توګه په ضمانت خوشي شول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x