د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د سه شنبې په ورځ «د کار په ملي کنفرانس» کې اعلان وکړ چی تعلیمي نصاب بدل شوی او د تصویب لپاره د دې ډلې وزیرانو شورا ته استول شوی دی. ندیم وویل چې په دې متن کې ښه اصلاحات راوستل شوي او یو شمېر موضوعات یې لرې شوي دي. هغه زياته کړه، چې په دغه نصاب يې دوه کاله کار شوې او “د ټولنې اړتياوې” هم په کې په پام کې نيول شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۱۴۰۱ کال د اسد په ۱۸مه نېټه د تعلیمي نصاب د تعدیل لپاره د یوه ریاست د جوړېدو او د فعالیت د پیل اعلان وکړ. په نوي نصاب کې د پلي شویو بدلونونو نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي

- 42
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9665
- کې خپور شو 5:13 ب.ظ
- د خبر شمیره 9665
- July 24, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9665
- کې خپور شو 5:13 ب.ظ
- د خبر شمیره 9665
- July 24, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 17:13 - July 24, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



