د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو له خوا د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم چې د تحصیلي بنسټونو د وضعیت د څېړلو په موخه غور ولایت ته تللی و، د دغه ولايت د تعليمي ادارو له مسوولينو او زده کوونکو سره په کتنه کې په هېواد کې د تعليمي ادارو د معياري کولو لپاره د هڅو د دوام خبر ورکړ. ښاغلي ندیم د زده کوونکو لپاره د ښو ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې. د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړه: افغانستان یوه لوستي طبقې ته اړتیا لري او محصلین باید په پوره تقوی او د خپلې خوښې په رشتو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. »
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر وايي، د هېواد د تحصیلي بنسټونو د معیاري کولو هڅې روانې دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=103756
۱ میاشت پیش
شماره خبر 103756
منتشر شده در ۱۷:۱۰ - میزان ۱۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email