د طالبانو د ملي ازموینو دفتر د کانکور نیټه اعلان کړه

امر به معروف طالبان: دانش‌آموزان بدون حجاب شرعی بازداشت خواهند شد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ملي ازموینو دفتر د یکشنبې په ورځ (د ثور ۷مه) اعلان وکړ چې د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه به د جوزا په ۷مه پیل شي او د سرطان تر ۲۰مې پورې به په ټول هیواد کې دوام وکړي.

عبدالباقي حقاني، چې د طالبانو له خوا د ازموینو د څانګې د مشر په توګه ټاکل شوی دي، وویل چې د سږ کال د کانکور ازموینه به د جوزا په ۷مه پیل شي او د سرطان تر ۲۰مې پورې به په ټول هیواد کې دوام وکړي.

د طالبانو د ازموینو د دفتر د اعلان له مخې، سږ کال کانکور به په پنځو پړاوونو کې ترسره شي او د ترسره کولو لپاره یې اړین چمتووالی نیول شوی دي.

هغه د پوهنتونونو لپاره د ۷۶،۴۰۰ زده کونکو د جذبولو ظرفیت او د نیمه‌عالي مؤسسې لپاره د ۳۳،۵۰۰ زده کونکو د جذبولو ظرفیت اعلان کړی دی.

د ازموینې جزئیات د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې اعلان شول.

بیشتر بخوانید:  د ایران د سوداګرۍ خونې مشر: افغان سوداګر په ایران کې تر ټولو لوی بهرني پانګوال دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه