د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ هبتالله آخوندزاده، د طالبانو مشر، له دیني علماو غوښتي چې صادر سوي فرمانونه په بشپړ ډول تطبیق کړي او خلکو ته یې توضیح کړي. دغه څرګندونې د طالبانو د مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، لهخوا په یوې رسمي اعلامیه کې خپرې سوې دي. ویل سوي چې د طالبانو مشر دا خبرې د افغانستان د فقهي مجلسونو د علماو او غړو لپاره د دوه ورځني سمینار په پای کې په قندهار کې کړې دي.
آخوندزاده ټینګار کړی چې علما او د طالبانو مسئولین باید لومړی پخپله په دې فرمانونو عمل وکړي، او وروسته یې خلکو ته تشریح او د هغو ارزښت او حیثیت بیان کړي. هغه علماو ته ویلي دي: «فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوی، هغوی ترې خبر کړئ او د هغوی اهمیت خلکو ته بیان کړئ.» د طالبانو مشر تل هڅه کړې چې د حکومتولۍ په چارو کې د علماو له ونډې او د دیني روایت د جوړولو څخه استفاده وکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو ځینې فرمانونه، په ځانګړي ډول د ټولنیزو محدودیتونو په اړه، د بشري حقونو سازمانونو لهخوا سختې نیوکې راپارولي دي.


