د طالبانو د مرکزي بانک مشر: بندیزونو د خلکو د پیرودلو ځواک کمزوری کړی دی

د طالبانو د مرکزي بانک مشر: بندیزونو د خلکو د پیرودلو ځواک کمزوری کړی دی

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د مرکزي بانک مشر هدایت الله بدري په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزماري ډیکارلو سره په لیدنه کې وویل: د نړیوالو هېوادونو له خوا د افغانستان پر بانکي سکټور لګول شویو بندیزونو د هېواد پر مالي ثبات منفي اغېز کړی او خلکو ته یې زیات زیانونه اړولي دي. دا بندیزونه د خلکو د پیرودلو ځواک کمزوری کړی او نړیوالو مالي او بانکي سیستمونو ته د افغانستان بانکونو د لاسرسي مخه یې نیولې ده. په دې کتنه کې د طالبانو د مرکزي بانک رييس د هېواد په بانکي سکټور د محدوديتونو لرې کول بشري حق او د ټولو افغانانو غوښتنه وبلله. د طالبانو د مرکزي بانک مشر بیا هم په هېواد کې د مالي خدمتونو پراختیا مهمه وبلله او په دې برخه کې یې د نړۍ د هېوادونو په ځانګړې توګه د مالي او بانکي بنسټونو همکاري مهمه وبلله.

بیشتر بخوانید:  د بخښنې نړیوال سازمان د جنسیتي توپیر غوښتنه وکړه چې د جرم په توګه وپیژندل شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x