د طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې د ښځو د شغل جوړونې زیاتوالی

د بحران نړیوالې ډلې (International Crisis Group) په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې سره له دې چې طالبانو د ښځو پر ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي، خو بیا هم په افغانستان کې یو شمېر ښځې د خپلو کورنیو د معیشت د تأمین لپاره د وړو سوداګریزو کارونو پیل ته مخه کړې ده.

په راپور کې راغلي دي چې د دې فعالیتونو ډېره برخه په خصوصي سکتور کې او په دې برخو لکه خیاطي، لاسي صنایع، د کورنیو خوراکي توکو پلور او انلاین زده‌کړو کې ترسره کېږي. دغه بنسټ وایي چې ښځې په داسې شرایطو کې دې نوښتونو ته لاس اچوي چې طالبانو په ډېرو کاري او تعلیمي برخو کې حضور منع کړی دی.

د بحران نړیوالې ډلې د وینا له مخې، دا ډول شغل جوړونې په کورونو یا محدودو ځایونو کې ترسره کېږي او ښځې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره اړ دي چې د واکمنې ډلې سخت قواعد مراعات کړي.
سره له دې، همدا هڅې د ډېرو ښځو لپاره د بقا، نسبي اقتصادي خپلواکۍ او د ټولنیز هویت د ساتنې هیله برابره کړې ده.

راپور زیاتوي چې د دغو نوښتونو څخه د نړیوالو بنسټونو ملاتړ کولای سي د ښځو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو او د روانو محدودیتونو له امله د رامنځته سوو زیانونو په کمولو کې مرسته وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x