سرچینې وايي چې پېښه د سهار شاوخوا ۹:۴۵ بجې رامنځته سوې، کله چې یو ځوان سړی په دې انجلۍ ډزې وکړي او بیا له ځایه وتښتېده. سرچینې زیاتوي چې یاده انجلۍ د کوما په حالت کی روغتون ته ليږدول سوې او روغتیایي وضعیت یې جدي دی.
تر اوسه د دې ډزو علت نه دی معلوم سوي او د طالبانو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا پېښه د پلازمېنې په یوه مهمه او ګڼه ګوڼه لرونکي سیمه کې سوې ده، چې د طالبانو د حکومتي او امنیتي ادارو سره نژدې موقعیت لري؛ دا موضوع بیا د عامه امنیت، په ځانګړي ډول د ښځو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
ویل کېږي چې له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د ښځو پر وړاندې ټولنیز او جوړښتي تاوتریخوالی زیات سوی دی. ګڼ شمېر راپورونه ښيي چې ښځې په کاري، تعلیمي او ټولنیزو چاپېریالونو کې د محدودیتونو، ګواښونو او ځینې وخت د فزیکي تاوتریخوالي هدف ګرځېدلې دي.




