د طالبانو د مالیې وزارت: د ایران سره په پوله کې د افغانستان ګمرکونه خلاص دي

د طالبانو د سرپرست حکومت د مالیې وزارت وايي چې د ګاونډي ایران سره د افغانستان پولې او ګمرکونه خلاص دي او ګمرکونه او سوداګریزې چارې په نورمال ډول پرته له کومې ننګونې ترسره کیږي.
د طالبانو د مالیې وزارت: د ایران سره په پوله کې د افغانستان ګمرکونه خلاص دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ وزارت زیاتوي چې د ایران په بندر عباس کې د افغان سوداګریزو توکو بارول هم په نورمال ډول او پرته له کومې ستونزې روان دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان او ایران، د دوو ګاونډیو هیوادونو په توګه چې ډیری کلتوري او ټولنیز ورته والی لري، پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې هم لري

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه