د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د ځوانانو د افکارو پر بدلون ټینګار وکړ

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په مزارشریف ښار کښې له دیني عالمانو سره په مشورتي غونډه کښې له هغوي وغوښتل چې د مدرسو او پوهنتونونو ترمینځ واټن له منځه یوسي.

نوموړي په دې کتنه کې وويل چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان دښمنانو هڅه کړې چې د مدرسې او ښوونځيو ترمنځ واټن رامنځته کړي.

نديم وويل: په تيرو څلويښتو کلونو کې دښمنانو هڅه وکړه چې د ښوونځي او مدرسې تر منځ او د مدرسې د استاد او پوهنتون استاد ترمنځ شخړه رامنځته کړي. اوس باید له مدرسې او پوهنتون ترمنځ د نفرت د لرې کولو هڅې وشي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر له دیني عالمانو وغوښتل چې په پوهنتونونو کې د دیني مضامینو په تدریس سره خپل دیني رسالت سرته ورسوي.

بیشتر بخوانید:  د احصایې او اطلاعاتو ریاست د الکترونیکي تذکرو د وېش مرکزونو ۱۷۴ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x