د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: امریکا د ایران ځواک نه سي زغملای

ندامحمد ندیم، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر، په یوې وروستی وینا کې د ایران په وړاندي د امریکا په سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې واشنګټن د ایران ځواک او عزت نه سي زغملای.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: امریکا د ایران ځواک نه سي زغملای

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ندامحمد ندیم، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر، په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو د استادانو سره په لیدنه کې د ایران په وړاندي د امریکا په پراخو فشارونو نیوکه وکړه ، او ویې ویل چې د هغه په باور د تهران مقاومت د واشنګټن د سیاستونو پر وړاندې د دغو فشارونو سبب سوی دی.

هغه څرګنده کړه چې امریکا له ایران څخه غواړي چې د خپلو توغندیو واټن داسې تنظیم کړي چې اسرائیلو ته ونه رسیږي، په داسې حال کې چې د هغه په وینا، د اسرائيلو د اقداماتو په وړاندې بېلابېل دریځ غوره کوي.

ندا محمد ندیم د امریکا په سیاستونو نیوکه وکړ او ویې ویل چې واشنګټن د ایران ځواک او عزت نه سي زغملای .

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر امریکا د «دوگوني چلند» په تور هم تورنه کړه او ویې ویل چې واشنګټن د ایران د داخلي اعتراضونو چلند د بشر د حقونو نقض ګڼي، خو پخپله د خپلو مظاهرو په وړاندې سخت اقدام کوي.

ندیم زیاته کړه چې امریکا هڅه کوي د ایران سیمه‌ییز واک محدود کړي، خو د هغه په وینا، امریکا خپل نظامي ځواکونه د ایران په شاوخوا کې ځای پر ځای کړي دي.

هغه په خپلو خبرو کې د ځینو اسلامي هېوادونو وضعیت ته هم اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې ځینې حکومتونه د امریکا د بندیزونو د ویرې له امله د خپلو اسلامي قوانینو پوره عملي کولو څخه ډډه کوي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر په پای کې د اسلامي هېوادونو د اصولو او خپلواکې ساتنې په رعایت ټینګار وکړ او د «اسلامي ارزښتونو» د دفاع غوښتنه يي وکړه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x