د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر: د هېواد تعلیمي نظام د «اسلامي او افغاني کلتور» سره سم تنظیم سوی

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر اعلان کړی چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو نظام د هېواد د دیني او کلتوري ارزښتونو مطابق بیاکتل سوی او علماو او د پوهنتون استادانو له دې لیدلوري ملاتړ کړی دی.
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر: د هېواد تعلیمي نظام د «اسلامي او افغاني کلتور» سره سم تنظیم سوی

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ ندا محمد ندیم، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، د هلمند ولایت په یوه غونډه کې وویل چې د هېواد د لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې د زده‌کړې جوړښت او منځپانګه د هغه څه پر اساس چې «اسلامي او افغاني کلتور» بلل کېږي، بیاکتلې او تنظیم سوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې دا ګام د سرپرست حکومت د نوو سیاستونو برخه ده ترڅو په افغانستان کې زدکړه بومي او سیمه‌ییزه سي، او د هېواد د لوړو زده‌کړو نظام باید د خلکو دیني او کلتوري ارزښتونه منعکس کړي.

ندیم همدارنګه ادعا وکړه چې علما، ملایان او د پوهنتون استادان له دې لیدلوري ملاتړ کړی او د لوړو زده‌کړو له وزارت سره نږدې همکاري لري. دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې نړیواله ټولنه او تعلیمي بنسټونه څو ځل خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي په دې اړه چې د علمي آزادۍ محدودول، د ښځو له لوړو زده‌کړو ایستل او د زده‌کړو کیفیت کمول په افغانستان کې زیات سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه