د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر: د امریکا په ګډون له نړۍ سره تفاهم روان دی

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي چارو وزارت سیاسي مرستیال عبدالکبیر پرون د تېرې ادارې د ترانسپورت له سرپرست وزیر حسن مبارک عزیزي سره چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په بلنه هېواد ته راغلی و، وکتل.

په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د وروستیو پرمختګونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل، موږ له ډېرو هېوادونو سره ښه تعامل او اړیکې لرو او د امریکا په ګډون له نورو هېوادونو سره هم تفاهم روان دی، چې تمه ده ښې پایلې ولري.

خبرپاڼه زیاتوی: عزیزی په هېواد کې د امنیت د تامین او د ساختمانی کارونو ستاینه وکړه او هېواد ته یې د خپل راتګ څخه خوښی څرګنده کړه او خپلې مشورې او وړاندیزونه یې شریک کړل.

هغه وویل، یو شمېر متعصبې رسنۍ د افغانستان وضعیت کړکېچن ګڼي، خو دلته وضعیت ښه دی.

ښاغلي عزیز زیاته کړه: “ا.ا. کافي فرصتونه لري چې باید په یوه ځواک بدل شي. سیمه ییزه همغږي، د نجونو زده کړه، له نړۍ سره تفاهم او تعامل ته اړتیا ده.”

بیشتر بخوانید:  افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه او سنګاپور د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد وپېژندل شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x