د طالبانو د عدلیې وزارت: سیاسي ګوندونه هغه وخت د فعالیت اجازه لري چې خلک له سیاست سره اشنا شي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل: تر ​​هغه چې سیاسي ګوندونو ته د فعالیت زمینه برابره شي او خلک له سیاست سره اشنا شي او سیاسي ګوندونه خپل اصلي مسوولیت درک کړي، شونې ده ګوندونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو او اساسي قانون په اړه د دغه وزارت د چارواکو پرونۍ خبرې ناسمې تعبیر شوې او موخه یې دا نه وه، چې اساسي قانون ته اړتیا نشته.

د طالبانو د عدلیې وزارت مرستیال عبدالکریم حیدر پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان اساسي قانون ته اړتیا نه لري او په هېواد کې د خلکو ستونزې د حنفي فقهې پر اساس حل کېږي.

خبرپاڼه ټینګار کوي چې «د اساسي قانون موجودیت یوه عاجله اړتیا ده» او له پخوا راهیسې داسې یو اساسي قانون شتون لري چې سرچینه یې قرآن، حدیث او په ځانګړې توګه حنفي فقه ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د اساسي قانون پر طرحې چې د ژوند کوچني او غټ مسایل پکې شامل شي او “نړۍ به ترې راضي وي” کار پیل شوی او څو کمېټې پرې کار کوي.

بیشتر بخوانید:  د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي: افغانستان لا هم د منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ویلي وو، چې بشري قوانین باید پرېښودل شي او شرعي احکام باید پلي شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x