د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي، هند ته رسېدلی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، ویلي چې نور جلال جلالي هند ته داخل سوی دی. نوموړي دا سفر د طالبانو د دغه لوړپوړي چارواکي لومړنی رسمي سفر هند ته بللی او ویلي یې دي چې نویډهلی له طالبانو سره د رغنده او پایلهلرونکې خبرو اترو لېوالتیا لري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې دا سفر د افغانستان د روغتیايي نظام د دوامدار ملاتړ څرګندونه کوي او هیلهمن دی چې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې به مثبتې او عملي پایلې ولري.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو له پاکستان سره د تاوتریخوالي تر زیاتېدو وروسته، هند ته پرلهپسې سفرونه پیل کړي دي. نور جلال جلالي د طالبانو د کابینې درېیم وزیر دی چې په نږدې درې میاشتو کې یې هند ته سفر کړی دی.
تر دې وړاندې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د سفر له اجازې تر ترلاسه کولو وروسته، د روان کال د میزان په ۱۶مه هند ته تللی وو. هغه دا سفر د هند د بهرنیو چارو د وزیر په رسمي بلنه ترسره کړی وو.
همدارنګه، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی، د روان کال د عقرب په ۲۸مه د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته سفر کړی وو.
دغه سفرونه د طالبانو له لوري له هند سره د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا او د اقتصادي او روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا لېوالتیا څرګندوي.



