د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال په خپلو خبرو کې په بشري سرچینو د پانګونې پر اهمیت ټینګار کړی او دا یې د روغتیايي سکتور د پایدارې ودې بنسټیزه لاره بللې ده. هغه ویلي چې د بشري ځواک د ظرفیت لوړول، د روغتیايي پرسونل روزنه، او د مسلکي پرمختګ فرصتونه برابرول، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. د دې طالب چارواکي په باور، تر هغو چې متخصص بشري ځواک ونه روزل سي، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښهوالی او هغوی ته عادلانه لاسرسی ناشونی دی.
نوموړي له ملي او نړیوالو ادارو غوښتي چې په دې برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره اغېزمنه همکاري وکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان د روغتیايي کارکوونکو له سخت کمښت سره، په ځانګړي توګه په لرې پرتو سیمو کې، مخ دی او د روغتیا سکتور لاهم له اقتصادي بحران، د متخصصو کارکوونکو له کډوالۍ او د بودیجې له کمښت ځورېږي. سربېره پر دې، طالبان په دوامداره توګه په روغتونونو کې د ږیرو او اسلامي حجاب پر مراعت ټینګار کوي او له متخصصینو دیني ازموینې اخلي.



