د طالبانو د صنعت وزیر له افغان سوداګرو وغوښتل چې هیواد ته راستانه شي

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په قرغزستان کې میشتو افغان سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل او له هغوی یې وغوښتل چې بیرته افغانستان ته د پانګونې لپاره راشي.دا غونډه د بهر څخه د افغان پانګې د راجلبولو او د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه.
د طالبانو د صنعت وزیر له افغان سوداګرو وغوښتل چې هیواد ته راستانه شي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ عزیزي په غونډه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو لپاره اساسي اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغه د افغان راستنیدونکو او پانګوالو سره د دولتي ادارو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په غونډه کې د افغان سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

په غونډه کې حاضرو سوداګرو په هیواد کې د اقتصادي وضعیت او پانګونې شرایطو په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ډیری افغان پانګوال او سوداګر په ۲۰۲۱ کال کې د سیاسي بدلونونو وروسته له هیواده وتلي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه