د معمار پرس د خبر له مخې؛ د غونډې په جریان کې، روپاني په افغانستان کې د خپلې ادارې د فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړ او د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ ملاتړ لپاره د مایکرو فینانس بانک د جوړولو پلان یې معرفي کړ.
دا پلان د اقتصاد پیاوړتیا او په هیواد کې د کار فرصتونو رامینځته کول دي.
نورالدین عزیزي د دې نوښت هرکلی وکړ او د دې پلان د پلي کولو لپاره یې د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه.
هغه ټینګار وکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چمتو دی چې د اقتصادي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره له نړیوالو ادارو سره همکاري وکړي