د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر ترکیې ته سفر وکړ

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت اعلان کړی چې نورالدین عزیزی، د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت وزیر، د ترکیې په رسمي بلنه استانبول ته تللی دی څو د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) د وزیرانو په ناسته کې ګډون وکړي.
د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر ترکیې ته سفر وکړ

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت ویلي چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د سې شنبې په ورځ د ترکیې د دولت په رسمي بلنه دې هېواد ته تللی، څو د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي. د دې وزارت په وینا، د سفر موخه د سوداګرۍ د پراختیا لارو ارزونه او په افغانستان کې د پانګونې د هڅونې لپاره خبرې دي.

د اعلامیې له مخې، عزیزی به د استانبول د ۲۰۲۵ حلال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي. دغه نندارتون د حلالو محصولاتو او خدماتو په برخه کې په سیمه کې یو له ستر سوداګریزو پېښو څخه ګڼل کېږي. د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت ویلي چې د دې وزارت وزیر به د رسمي پروګرامونو تر څنګ، د ترکیې له یو شمېر خصوصي سکتور فعالانو او پانګوالو سره هم وګوري او خبرې به ورسره وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاریو ته لا زیاتې زمینې برابرې سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x